دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۴۴
د مطلب کود : 277128
په کندز کې په تېر یوه کال کې د ۸۰۰ روږدو کسانو درملنه شوې ده
د کندز سیمه ییز چارواکي وايي چې په تېر یوه کال کې په دغه ولایت کې د ۸۰۰ روږدو کسانو درملنه شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د کندز د پولیسو ویاند جمعه الدین خاکسار نن یکشنبه د میزان ۲ مه، افغان غږ خبری آژانس ته وویل چې په تېر یوه کال کې د ۸۰۰ روږدو کسانو درملنه شوې او له خپلو کورنیو سره یو ځای شوی دی.
 
د هغه په ​​وينا، د کندوز سيمه ييز چارواکي هڅه کوي، چې بېرته راګرځېدلو کسانو ته مناسبې دندې پيدا کړي، څو بيا په نشه يي توکو روږدي نه شي.
 
د کندوز د امنيې قوماندانۍ وياند زياته کړه چې اوسمهال په دغه ولايت کې ١٢٠ نور په نشه يي توکو روږدي کسان تر درملنې لاندې دي.
 
خاکسار دا هم وويل، چې اوسمهال له کندوز ښار څخه په نشه يي توکو ډېر روږدي کسان راټول شوي او که بيا هم په کونجونو کې پاتې شي، راټول او درملنه به يې وشي.
 
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت له تسلط وروسته د ښار زیاتره برخه له نشه يي توکو پاکه شوې ده.
https://avapress.com/vdccimqi42bqms8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته