دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۲۳
د مطلب کود : 277154
د اسلامي امارت د پوځ شمېر ۱۷۰ زرو تنو ته رسېدلی دی
د اسلامي امارت د دفاع وزارت وايي، د اسلامي امارت د ځواکونو شمېر ۱۷۰ زره تنو ته رسېدلی، چې دا ټول ځواکونه په نظامي یونیفورم سمبال دي او د امنیت د ټینګښت لپاره هڅې روانې دي.
افغان غږ خبری آژانس: د ملي دفاع وزارت سرمفتش لطیف الله حکیمي په هرات ولایت کې د یوې غونډې په ترڅ کې وویل چې د اسلامي امارت د ځواکونو شمېر ۱۷۰ زره تنو ته رسېدلی چې دا ټول ځواکونه په نظامي تجهیزاتو سمبال دي.
 
په دې غونډه کې يو شمېر جهادي قوماندانانو هم د پخوانيو سرتېرو د تقاعد پر نه ورکړې نيوکه وکړه. دوی وویل چې د پوځ په اوسنیو لیکو کې د پخوانیو ځواکونو د جذبولو او د هغو افسرانو او سرتیرو د تقاعد د ورکولو اړتیا ده چې په دفاع وزارت کې ثبت دي.
 
له بلې خوا په دې غونډه کې د هرات د اطلاعاتو او کلتور رياست مسوولينو يو ځل بيا د هېواد له سياستوالو او علمي شخصيتونو وغوښتل چې خپل هېواد ته راستانه شي، دوى وايي چې په هېواد کې امنيت تامين شوى او د ژوند اوسني چاپېريال د هر چا لپاره چمتو دى.
 
د هرات د اطلاعاتو او کلتور رئيس نعيم الحق حقاني وويل: "اسلامي نظام د مخالفت په لټه کې نه، بلکې د موافقې په لټه کې دى." د عمومي عفوې پیغام لا نه دی بند شوی، د بخښنې پیغام لا هم خلاص دی.
 
https://avapress.com/vdcbszb5arhbz8p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته