کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل - جلال آباد پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

3 میزان 1402 ساعت 10:32

د کابل - جلال آباد پر لویه لار د څو موټرو ټکر له امله ۱۴ تنه مړه او څلور نور ټپیان شول.


آوا - کابل: د ننګرهار چارواکي وايي، چې دغه پېښه نن ماسپښین شاوخوا ۱:۰۰ بجې د کابل د سروبي ولسوالۍ په "سروتیک" سیمه کې رامنځته شوې ده.
 
د دوی په خبره، دوه کرولا موټر، یو پراډو موټر او یوه لارۍ ټېلر له یو بل سره ټکر کړی دی.
 
د چلوونکو په وينا، په دې زنځير پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٤ کسان مړه او څلور نور ټپيان شوي دي.
 
تر اوسه د دې پېښې لامل څرګند نه دی.
 
د یادولو ده، چې په دې وروستیو کې د کابل- جلال اباد لویه لار د غره د ښویېدو له امله د مسافرو او بار وړونکو موټرو پر مخ تړل شوې وه.
 
د اسلامي امارت د دفاع وزارت چارواکو اعلان کړی و، چې د مسافر وړونکو موټرو د تېرېدو لپاره یې یو طرفه سړک جوړ کړی او د لویې لارې پاکول او ترمیم به وخت ونیسي.
 


د مطلب کود: 277155

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/277155/د-کابل-جلال-آباد-پر-لویه-لار-ترافیکي-پېښې-له-امله-۱۸-تنو-ته-مرګ-ژوبله-واوښته

آوا
  https://www.avapress.com