کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست:

سږ کال د لوړو زده کړو وزارت ته ۹ پرمختیايي پروژې ځانګړې شوې دي

5 میزان 1402 ساعت 10:22

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وايي، اسلامي امارت په هېواد کې لوړو زده کړو ته ژمن دی او ورته ځانګړې پاملرنه کوي او سږ کال د لوړو زده کړو وزارت ته نهه پرمختیايي پروژې ځانګړې شوې دي.


آوا - کابل: د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ ندا محمد ندیم بدخشان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې وویل چې اسلامي امارت په هیواد کې لوړو زده کړو ته ژمن دی او ورته ځانګړې پاملرنه کوي.
 
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د اسلامي امارت د رهبرۍ د هدایت په اساس د بدخشان پوهنتون اړوندو څانګو ته امر کړی چې د طب پوهنځي د بیا احیا په برخه کې له خپلې ادارې سره کار وکړي او ژر تر ژره یې تاسیس کړي.
 
هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ، هغو استادانو ته چې په بهر کې ژوند کوي بلنه ورکوم چې هېواد ته راستانه شي او تدریس ته دوام ورکړي.
 
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر همدا راز یادونه وکړه، چې سږ کال د لوړو زده کړو وزارت ته ۹ پرمختیايي پروژې ځانګړې شوې دي، چې په هېواد کې د لوړو زده کړو په برخه کې د اسلامي امارت د ژمنتیا څرګندونه کوي.
 


د مطلب کود: 277277

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/277277/سږ-کال-د-لوړو-زده-کړو-وزارت-ته-۹-پرمختیايي-پروژې-ځانګړې-شوې-دي

آوا
  https://www.avapress.com