کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال:

موږ به هیڅ هیواد ته اجازه ورنکړو چې زموږ کډوال وځوروي

5 میزان 1402 ساعت 10:28

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت معین د تورخم بندر ته په خپل سفر کې وویل چې اسلامي امارت به هیڅ هیواد ته اجازه ورنکړي چې افغان کډوال وځوروي.


آوا - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت معین مولوی عبدالرحمن راشد نن (سه شنبه، سنبله ۴) تورخم پولي ته د سفر پر مهال وویل: اسلامی امارت به هیڅ هیواد ته اجازه ورنکړی افغان کډوالو وځوروي.
 
هغه زیاته کړه: موږ باید په افغانستان کې د خپلو کډوالو لپاره ځای پیدا کړو او د هغوی ژوند برابر کړو.
 
په همدې حال کې د اسلامي امارت د رهبرۍ په امر جوړ شوي پلاوي د تورخم په لاره له هغو کډوالو سره چې په دې وروستیو کې له پاکستان څخه هیواد ته راستانه شوي وو وکتل.
 
د دغه پلاوي د غړو په وينا، دوى په ننګرهار او ګاونډيو ولايتونو کې د تازه راستانه شويو کډوالو لپاره بشپړ چمتووالى لري او د هغوى د استوګنې د ستونزې د هواري لپاره يې هڅې پيل کړې دي.
 
په پاکستان کې د افغان کډوالو د توقیف او ځورولو په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته هېواد ته د هغوی د ستنېدو بهیر چټک شوی دی.
 


د مطلب کود: 277279

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/277279/موږ-هیڅ-هیواد-ته-اجازه-ورنکړو-چې-زموږ-کډوال-وځوروي

آوا
  https://www.avapress.com