افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد په خپله ټولنیزه پاڼه کې لیکلي، چې د بهرنیو چارو وزارت او د اسلامي امارت د سفارت د هڅو په پایله کې. په بغداد کې د افغانستان هغه ٢٥ اتباع چې د عراق په زندانونو کې د قانوني اسنادو له ترلاسه کولو پرته بنديان وو او د لازمو اسنادو له برابرولو وروسته بېرته هېواد ته راستانه شول.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د پاکستان له زندانونو څه باندې ۶۰ تنه افغان بندیان ازاد او هېواد ته راستانه شول.
هغه وویل چې د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د هیواد د اتباعو له حقوقو څخه دفاع او ساتنه خپله دنده ګڼي او ملت ته ډاډ ورکوي چې په عراق کې د هیواد د هر وګړی د خلاصون او آزادولو لپاره به خپلې هڅې کوي. د نړۍ ټول هیوادونه او د چارواکو د هڅو ستاینه کوي.