دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۶ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۵۶
د مطلب کود : 277336
د ترکیې ساحلي ګارد ۱۱۱ افغان کډوال له ډوبېدو وژغورل
د راپورونو له مخې د ترکیې ساحلي ګارډ ۱۱۱ افغان کډوال نیولي او له ډوبېدو یې ژغورلي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د اناتولیا خبري اژانس د راپور له مخې، د دغه ولایت د چنک قلعه د ایواجیک سیمې په څنډو کې ۴۱ تنه افغان کډوال نیول شوي او ۷۰ تنه نور کډوال د ډوبیدو له ګواښ څخه ژغورل شوي دي.
 
د راپور له مخې، د ترکیې امنیتي ځواکونه د ایویکیک په څنډو کې په دوو ربړي کښتیو کې د کډوالو د شتون په اړه د معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته سیمې ته واستول شول.
 
په راپور کې ویل شوي، چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې ۷۰ تنه افغان کډوال په ربړ کښتۍ کې ژغورل شوي او د یوناني ځواکونو له خوا د ترکیې په اوبو کې ډوب شوي وو.
 
د معلوماتو له مخې، په یوه بل عملیاتو کې د "TCSG-8" کښتۍ ټیمونو له خوا په نښه شوې ربړ کښتۍ کې سپاره ۴۱ تنه افغان کډوال له ځانه سره وړي دي.
 
باید وویل شي، چې څه موده وړاندې د ترکیې امنیتي ځواکونو د دغه هېواد په چناق کلا ولایت کې ۳۷ افغان کډوال نیولي وو.
 
https://avapress.com/vdcds50x9yt05s6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته