افغان غږ خبری آژانس: د مراکش چارواکو تر دې مخکې د دغې زلزلې له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۲۹۴۶ تنه اعلان کړی وو.
د دغې زلزلې د ټپيانو شمېر نه دی اعلان شوی.
ژغورونکي ډلې لا هم د خټو په ایستلو او د زیانونو ارزونه کوي.
د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سپتمبر په ۱۷ مه نېټه په ماغريب کې د ريښتر په مقياس ۷،۲ سخته زلزله وشوه چې د دغه هېواد په تېره يوه پېړۍ کې تر ټولو لويه زلزله بلل کېږي.
د المغرب د سلطنت محکمې له دغې پېښې یوه ورځ وروسته په دغه هېواد کې درې ورځنی ماتم اعلان کړ.