کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په لویدیځ زون کې د اسلامي پولیسو له روزنیز مرکز څخه ۵۵۰ تنه فارغ شول

7 میزان 1402 ساعت 11:55

د اسلامي امارت ۵۵۰ سرتیري د سیند په لویدیځه حوزه کې د اسلامي پولیسو له روزنیز مرکز څخه له نظریاتي، تخنیکي او نظامي زده کړو وروسته فارغ شول.


آوا - هرات: په دې مراسمو کې د هېواد په لوېدیځ زون کې د پولیسو د روزنیز مرکز قوماندان مولوی محمد اسماعیل هدایت په خپلو خبرو کې وویل: په دغه مرکز کې شاوخوا ۵۵۰ سرتېرو لازمې زده کړې تر لاسه کړې د دوو میاشتو لپاره او بیا دوی په اړینو برخو کې ګمارل کیږي.
 
مولوي هدایت همداراز زیاته کړه: دوی هڅه کوي چې په لویدیځه حوزه کې لازمو ځواکونو ته پوځي روزنه ورکړي.
 
له بلې خوا د هرات والي شیخ نوراحمد اسلام جار وویل: په اسلام کې د پولیسو مقام ډیر لوړ دی او امنیت یې ستره لاسته راوړنه ده چې یو نظام یې باید ولري.
 
هغه همدا راز زیاته کړه: د یوه نظام تر ټولو مهمه دنده د امنیت تامینول دي، چې د اسلامي امارت نظام ورته برابر کړي دي.
 
د هرات د والي په وینا، پولیس دنده لري چې د خلکو امنیت تامین کړي او له هغوی سره ښه چلند وکړي.
 
ويل کيږي چې په هيواد کې داسلامي امارت دحکومت له رامنځته کيدو وروسته څه دپاسه پنځه زره پوځيان په لويديځه حوزه کې له ضروري پوځي زده کړو وروسته په دندو ګومارل شوي دي .


د مطلب کود: 277390

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/277390/په-لویدیځ-زون-کې-د-اسلامي-پولیسو-له-روزنیز-مرکز-څخه-۵۵۰-تنه-فارغ-شول

آوا
  https://www.avapress.com