کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هند کې د افغانستان د سفارت فعالیت ودرول شو

8 میزان 1402 ساعت 10:31

وروسته له هغه چې په هند کې د افغانستان د سفارت لوړ پوړي ډيپلوماتان اروپا او امريکا ته د پناه ورکولو په خاطر ووتل، په هند کې د افغان سفارت فعاليتونه وځنډول شول.


آوا: رویټرز د جمعې په ورځ په هند کې د افغانستان د سفارت د دریو چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې اروپا او امریکا ته د افغانستان د سفیر او نورو لوړ پوړو دیپلوماتانو له وتلو وروسته د دغه سفارت چارې په ټپه ولاړې دی.
 
د رویټرز په وینا لږ تر لږه پنځه افغان دیپلوماتان له هند څخه وتلي دي. د افغانستان د سفارت یوه چارواکي ویلي چې د هند حکومت به اوس د دغه ډیپلوماټیک کمپلکس د سرپرست په توګه په خپله غاړه واخلي.
 
د دې مسلې په اړه وپوښتل شول، په نوي ډیلي کې د هند د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي وویل چې دوی د جزیاتو له ورکولو پرته د پرمختګونو بیاکتنه کوي.
 
اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
 
هند یو له هغو هیوادونو څخه دی چې په کابل کې د سوداګرۍ، بشري مرستو او طبي مرستو په برخه کې یو کوچنی ماموریت لري. په ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ کلونو کې دوه اړخیزه سوداګري ۱.۵ میلیارده ډالرو ته رسیدلې وه، خو د اسلامي امارت له واک ته رسیدو وروسته په چټکۍ سره کمه شوه.
 
د روانې میاشتې په پیل کې سلګونو افغان محصلینو چې د تحصیلي ویزو له ختمېدو سره سره په هند کې ژوند کوي، په نوي ډیلي کې مظاهره وکړه او د هند له حکومته یې وغوښتل چې د دوی د اوسېدو موده وغځوي.
 
د یادولو وړ ده چې په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د اسلامي امارت له کار وروسته هند په کابل کې خپل سفارت وتړل، خو نوي ډیلي د افغانستان د پخواني ولسمشر اشرف غني د حکومت لخوا ټاکل شوي سفیر او د ماموریت کارکوونکو ته اجازه ورکړه چې ویزې ورکړي او اداره یې کړي.
 


د مطلب کود: 277414

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/277414/په-هند-کې-د-افغانستان-سفارت-فعالیت-ودرول-شو

آوا
  https://www.avapress.com