کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

يو تن د تورخم په لاره کې پاکستان ته د شل زره ډالرو د لېږد پر مهال ونيول شو

8 میزان 1402 ساعت 11:03

د تورخم د لارې چارواکي وايي، هغه کس یې نیولی، چې غوښتل یې د تورخم له لارې پاکستان ته شل زره امریکايي ډالر انتقال کړي.


آوا - کابل: د ننګرهار ولایت رسنیز دفتر نن شنبه د میزان ۸ مه په یوه راپور کې ویلی چې نیول شوی کس د لغمان ولایت اوسیدونکی دی.
 
د يو بل خبر له مخې، نيول شوى سړى محمد ابراهيم نوميږي چې د لغمان ولايت اوسيدونکى دى.
 
د تورخم د لارې مسوولین وايي، دغه کس په ځانګړي مهارت په خپل بوټ کې شل زره امریکايي ډالر ځای پر ځای کړي وو، چې د تورخم د لارې د مسوولینو له خوا ونیول شو.
 
دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې هم پاکستان ته د تاریخي اثارو د لېږدولو په تور په دغه پوله کې ګڼ شمېر کسان نیول شوي دي.
 


د مطلب کود: 277418

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/277418/يو-تن-د-تورخم-په-لاره-کې-پاکستان-ته-شل-زره-ډالرو-لېږد-پر-مهال-ونيول-شو

آوا
  https://www.avapress.com