کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د قشقري د نفتو او ګازو پروژې د بهیر پر چټکتیا ټینګار وکړ

9 میزان 1402 ساعت 10:53

د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شیخ شهاب الدین دلاور د اف چین شرکت له مشر سره په کتنه کې د قشقري د نفتو او ګازو د پروژې پر چټکتیا ټینګار وکړ.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دې ناسته کې د F-China شرکت رئیس د سرپل ولایت د قشقري، زمرد سای او انګوت د نفتو او ګازو څاګانې د فعالیتونو او پرمختګونو په اړه د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست سره راپور ورکړ.
 
د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د یاد شرکت وړاندیزونه، نظریات او ستونزې واورېدې او د پروژې د لا ښه والي او چټکتیا په موخه یې اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
 
څو میاشتې وړاندې د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان وکړ چې د سرپل ولایت د امو سیند په حوزې کې یې د قشقري له څاګانو څخه د تېلو استخراج پیل کړی دی.
 
د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست شهاب الدين دلاور هم وويل، چې په نږدې راتلونکي کې به په دغه ساحه کې له څاګانو څخه د استخراج شويو تېلو اندازه د ورځې سل ټنو ته ورسېږي.
 
د يادونې وړ ده، چې د کانونو او پټروليم وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د چين د نفتو ملي شرکت به سږ کال د امو سيند په قشقري کې د نفتو د استخراج په برخه کې ١٦٢ ميليونه ډالره پانګونه وکړي او دغه پانګونه به ۵۴۰ میلیونه ډالره د دریو کالو په جریان نور هم زیات شي.
 


د مطلب کود: 277470

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/277470/د-کانونو-او-پټرولیم-وزارت-سرپرست-قشقري-نفتو-ګازو-پروژې-بهیر-پر-چټکتیا-ټینګار-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com