کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

یوه کورني شرکت د افغانستان د نفتو په استخراج کې پانګونه کوي

9 میزان 1402 ساعت 11:09

د خان سټیل شرکت مشر د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست شهاب الدین دلاور سره په لیدنه کې وویل، دغه شرکت چمتو دی چې په هېواد کې دننه د نفتو د تصفیې او د افغانستان د نفتو په استخراج کې پانګونه وکړي.


آوا - کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر اعلان کړی چې د دغه وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور د خان سټیل شرکت له مشر حاجي خان سره وکتل.
 
د کانونو او پټرولیم وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې د خان سټیل شرکت مشر د هېواد د معدنې زېرمو په برخه کې له پانګونې سره لېوالتیا څرګنده کړه.
 
هغه ټینګار وکړ، چې د خان سټیل شرکت له هغه ظرفیت او تجربې سره، چې په هېواد کې دننه د نفتو د تصفیې او د افغانستان د نفتو په استخراج کې پانګونې ته چمتو دی.
 
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په هېواد کې د پانګونې په برخه کې د خان سټیل شرکت د لېوالتیا د هرکلي ترڅنګ، د دغه وزارت د قوانینو او مقرراتو له مخې د دغه شرکت رئیس ته د لازمې همکارۍ ډاډ ورکړ.
 


د مطلب کود: 277474

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/277474/یوه-کورني-شرکت-د-افغانستان-نفتو-په-استخراج-کې-پانګونه-کوي

آوا
  https://www.avapress.com