دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۰ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۰۳
د مطلب کود : 277538
د بهرنیو چارو وزارت د ترکیې په پلازمېنه کې ځانمرګی برید غندلی دی
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ترکیې په پلازمېنه انقره کې د نن ورځې ځانمرګی برید په کلکه غندلی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخی په خپله ټولنیزه شبکه "X" کې لیکلي: "د بهرنیو چارو وزارت نن سهار یوه غمجنه او خواشینونکې پېښه چې د ترکيي د بهرنیو چارو وزارت مخې ته رامنځ ته شوه، په کلکو ټکو غندي.
 
په انقره کې له ځانمرګي برید وروسته د ترکیې ولسمشر وویل چې هېواد یې کولای شي له سوریې او عراق سره په ګډو پولو کې د ترهګرو پر ضد عملیات پیل کړي.
 
رجب طیب اردوغان د «وروستي ترهگر» تر له منځه وړلو پورې د ترهگرۍ پر وړاندې پر پرېکنده مبارزې ټینګار وکړ.
 
ښاغلي اردوغان ټینګار وکړ: د یکشنبې د سهار تروریستي برید د یوه ترهګر سازمان له خوا یوه ناوړه هڅه ده چې هیڅکله به خپلو موخو ته ونه رسیږي.
 
له بلې خوا د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان له چاودنې وروسته وویل چې هېواد به یې په کلک هوډ سره له ترهګرۍ سره مبارزې ته دوام ورکړي.
 
پرون سهار (یکشنبه، د میزان ۹مه) دوو بریدګرو د ترکیې د کورنیو چارو وزارت ته څېرمه برید وکړ، چې یو یې ځان ته چاودنه ورکړه او دویم یې ووژل شو.
 
د یادولو وړ ده چې د عراق د کردستان د کارګرانو ډلې «PKK» په یوه بیان کې د نن ورځې د برید مسولیت په غاړه اخیستی چې په پایله کې یې دوه تنه ترکي امنیتي سرتیري ټپیان شوي دي.
 
https://avapress.com/vdchxqni623nqmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته