کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هند د کاناډا ۴۰ دیپلوماتان شړلي دي

13 میزان 1402 ساعت 16:09

د هند حکومت له کاناډايي چارواکو غوښتي چې له دغه هېواده خپل ۴۰ دیپلوماتان وباسي.


آو: هندي رسنیو اعلان کړی چې د دغه هیواد حکومت کاناډا ته ویلي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د دیپلوماتیکو شخړو د زیاتیدو په صورت کې به د اکټوبر په لسمه له هند څخه خپل څلویښت ډیپلوماتان وباسي.
 
د هندي رسنیو په وینا، هند ګواښ کړی چې د اکتوبر له لسمې وروسته به په هند کې د هر هغه کاناډایي دیپلومات سفارتي مصونیت لغوه کړي چې په هند کې پاتې کېږي.
 
هند له کاناډا غوښتي چې د اکتوبر تر ۱۰مې پورې شاوخوا ۴۰ دیپلوماتان وباسي، وروسته له هغه چې د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو وویل چې نوی ډیلي ښايي په کاناډا کې د سکهانو د خپلواکۍ د یوه فعال په وژنه کې لاس ولري.
 
هند اعلان وکړ چې غواړي په دواړو هیوادونو کې د ډیپلوماتیکو ماموریتونو شمیر او رتبې "تنظیم" کړي. ټروډو په سپتمبر کې وویل چې کاناډا د "باور وړ تورونو" پلټنه کوي چې احتمالا د هندي چارواکو سره د جون د 18 په برتانیا کې د دوه نقاب پوش وسله والو لخوا د هردیپ سینګ په وژنه کې تړاو لري.
 
له پېښې وروسته کاناډا یو لوړپوړی هندي دیپلومات چې ویل کېږي د هند له بهرنیو استخباراتو سره یې تړاو درلود له هېواده وایستل. د اوټاوا د دې اقدام په غبرګون کې هندي چارواکو د کاناډا د یوه جګپوړي ډیپلوماټ د شړلو پرېکړه اعلان کړه او له هغه یې وغوښتل چې په پنځو ورځو کې له دغه هېواده ووځي.
 


د مطلب کود: 277788

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/277788/هند-د-کاناډا-۴۰-دیپلوماتان-شړلي-دي

آوا
  https://www.avapress.com