کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د انرژۍ او اوبو وزارت د ۷۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د ۶ پروژو تړونونه لاسلیک کړل

16 میزان 1402 ساعت 11:01

د اسلامي امارت د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور د رئیس الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په شتون کې د کانونو او پروسس له خصوصي شرکت سره د ۷۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د انرژۍ د ۶ پروژو تړونونه لاسلیک کړل.


آوا - کابل: دغه تړونونه د حکومت د رسنیو په مرکز کې د یوې غونډې په ترڅ کې د عوفي بهرام د کانونو او پروسس شرکت له مرستیال مولوي نورالله خان سره د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست لخوا لاسلیک شول.
 
د دغه قرارداد له مخې په ۶ پروژو کې له خواجه الوان میدان څخه کابل ته د ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا د لېږد مزي د پاتې کارونو بشپړېدل، د ارغندي سب سټېشن د پاتې کارونو بشپړېدل، د تره خېلو په سیمه کې د نوي سب سټېشن جوړول، د چمتلې له سب سټېشن څخه تر تره خېلو تر سب سټېشن پورې د ۲۲۰ کیلو ولټ برېښنا د لېږد مزي پلي کول چې ۲۳ کیلومتره اوږدوالی لري، په کابل کې د ارغندي سب سټېشن غځول او د کابل په بت خاک کې د نوي سب سټېشن جوړول.
 
د دې پروژو په پلي کېدو سره به له ترکمنستان څخه افغانستان ته نور زر میګاواټه برېښنا هم وارد شي، چې په دې سره به د کابل او ګاونډیو ولایتونو د برېښنا د نشتوالي ستونزه لویه برخه حل شي.
 
د انرژی او اوبو وزارت د اطلاعاتو او نشراتو رئیس غلام جیلانی حق پرست وویل: د تړون د لاسلیک پر مهال د اوبو او انرژی وزارت سرپرست د دغو پروژو تطبیق په هیواد کی د انرژی د پراختیا په لاره کی مهم او ارزښتناک وباله. هېواد، ټینګار وکړ چې د اوبو او انرژۍ وزارت ژمن دی چې په راتلونکي کې د اوبو او انرژۍ په برخه کې نورې پروژې هم پلي کړي.
 


د مطلب کود: 277895

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/277895/د-انرژۍ-او-اوبو-وزارت-۷۵-میلیونه-ډالرو-په-ارزښت-۶-پروژو-تړونونه-لاسلیک-کړل

آوا
  https://www.avapress.com