کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پکتیکا د فواید عامې ریاست د ودانۍ کار پیل شو

19 میزان 1402 ساعت 16:01

د ټولګټو وزارت چارواکي وايي، د پکتیکا ولایت د ټولګټو چارو ریاست د ۳.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د سړک جوړولو چارې پیل شوې.


آوا - کابل: د ټولګټو وزارت مطبوعاتي دفتر په خپله اکس ټولنیزه پاڼه کې یوه خبرپاڼه خپره کړې او لیکلي یې دي چې د دغه وزارت سرپرست ملا محمد عیسی ثاني د پکتیکا ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دي ولایت د فواید عامې ریاست د بنسټ ډبره کېښوده.
 
دغه دفتر وايي، د څه باندې ۳،۹ میلیونه افغانیو په لګښت د دغه ریاست د نوې ترمیم چارې د ټولګټو وزارت له خوا یوه خصوصي ساختماني شرکت ته ورکړل شوې.
 
د ټولګټو وزارت سرپرست د دغه سفر په ترڅ کې د دغه وزارت له یو شمېر هغو پروژو څخه هم لیدنه وکړه چې په پکتکا کې تر کار لاندې دي او مسوولینو ته یې د کارونو د لا ښه تطبیق په موخه لازمې لارښوونې وکړې.
 


د مطلب کود: 278177

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/278177/د-پکتیکا-فواید-عامې-ریاست-ودانۍ-کار-پیل-شو

آوا
  https://www.avapress.com