آوا: روسي رسنیو خبر ورکړی، چې د روسیې په بلګورود سیمه کې د اوکراین د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د افغانستان خبریال خیبر اکفي او د هغه میرمن سخت ټپیان شوي او لور یې وژل شوې ده.
د روسیې سیګودنیا د نړیوالې رسنۍ عمومي مشر دیمیتري کیسلیف، چې سپوتنیک خبري اژانس هم یوه برخه ده، ویلي چې په دې برید کې د اکفي روسي مېرمنې مور او پلار هم وژل شوي دي.
هغه په یوه پیغام کې ویلي: "د اوکرایني بې پیلوټه الوتکې د برید په پایله کې زموږ کارکوونکی... چې د افغانستان په سپوتنیک څانګه کې کار کوي او د هغه روسي مېرمن سخت ټپیان شوي او تر جدي څار لاندې دي."
د هغه په وينا، د عاکفي مېرمنې خپل مور او پلار او څلور کلنه لور له لاسه ورکړې ده.
دیمتري کیسلیف ټینګار وکړ چې چارواکي په فعاله توګه د احتمالي اقداماتو په اړه بحث کوي، په شمول مسکو ته د ټپیانو د لیږدولو پریکړه.
د فرانسې خبري اژانس هم راپور ورکړی چې اکفي له څه مودې راهیسې په هرات کې د زلزلې خبرونه پوښلي او په رخصتۍ کې له خپلې کورنۍ سره د لیدو لپاره تللی و چې بلګورود کې اوسیږي.