کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غزني ولایت کې د کوچیانو او هزاره ګانو د دوو قومونو ترمنځ ۱۸ کلنه دښمني پای ته ورسیده

22 میزان 1402 ساعت 9:54

د غزني سیمه ییز چارواکي وايي، د غزني ولایت په مرکز کې د دوو قومونو، کوچیانو او هزاره ګانو تر منځ ۱۸ کلنه شخړه، چې په ترڅ کې یې یو تن وژل شوی، حل شوی دی.


آوا - کابل: د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د شنبې په ورځ په یوه راپور کې په خپله X ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې د غزني ولایت د مرکز په زرګرو کلي کې د دوو قومونو ترمنځ شخړه حل شوه.
 
دغه دښمني ١٨ کاله وړاندې د کوچيانو د قوم د يوه تن د وژلو له امله پيل شوې وه.
 
د غزنی ولایت د قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوی محمد اسحاق ادریس وویل: د اسلامی امارت په راتګ سره د قومونو ترمنځ د اختلافاتو د ختمولو لپاره زمینه برابره شوه او موږ هڅه کوو چې ښې اړیکې جوړې کړو.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د پکتيا ولايت د کډوالو او راستنېدونکو چارو د سرپرست وزير خليل الرحمن حقاني په منځګړتوب د دواړو قومونو ترمنځ قومي اختلافات حل شوي وو.
 


د مطلب کود: 278299

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/278299/په-غزني-ولایت-کې-د-کوچیانو-او-هزاره-ګانو-دوو-قومونو-ترمنځ-۱۸-کلنه-دښمني-پای-ته-ورسیده

آوا
  https://www.avapress.com