کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ریچارډ بنټ: د بریدونو مخنیوی او د شیعه ګانو ساتنه اړینه ده

22 میزان 1402 ساعت 10:43

د بغلان ولایت په امام زمان(عج) جومات کښې د شیعه عبادت کوونکو باندي د ځان مرګی حملې په غبرګون کښې د بشری حقوقو په چارو کښې د ملګرو ملتو ځانګړی استازی ریچارډ بنټ د دغه شان حملو د مخنیوی او د شیعه ټولنې د ساتنې غوښتنه وکړه .


آوا - کابل: د بشری حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنټ د ایکس ټولنیزې پاڼي له لارې په یوه پیغام کې لیکلی: «د افغانستان شیعه وګړو د نښه کولو د دوام، مخنیوی، ساتنې او حساب ورکونې ته اړتیا ده».
 
ریچارډ بنټ دغه برید غندلی او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.
 
پرون (جمعه، میزان ۲۱) د بغلان د مرکز پلخمري ښار په لومړۍ سلګۍ سړک د امام زمان عج په جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال چاودنه وشوه.
 
داعش ترهګرې ډلې د دغې چاودنې مسوولیت منلی دی.
 
د بغلان د ولایتي روغتون د یوې سرچینې له خوا رسنیو ته د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، په دې چاودنه کې ۲۱ تنه وژل شوي او ۴۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
 
تر دې مخکې په بغلان کې د اسلامي امارت د امنیې قومندانۍ د اوو تنو د شهادت او د ۱۵ نورو د ټپي کیدو پخلی کړی وو.
 


د مطلب کود: 278304

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/278304/ریچارډ-بنټ-د-بریدونو-مخنیوی-او-شیعه-ګانو-ساتنه-اړینه-ده

آوا
  https://www.avapress.com