کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د غزې په تړانګه کې د صهیونیسټ رژیم د حملو په غبرګون کښې د لوګر ولایت د اوسیدونکو مظاهره

24 میزان 1402 ساعت 10:20

د لوګر ولايت د خروار ولسوالۍ اوسيدونکو د غزې په تړانګه کې د صهيونيسټ رژيم د بريدونو په غبرګون کې لاريون وکړ او له نړيوالې ټولنې څخه يې وغوښتل چې د غزې په تړانګه کې د صهيونيسټ رژيم د بريدونو د بندولو لپاره پر صهيونيسټ رژيم فشار راوړي .


آوا: د دغو لاریون کوونکو یو شمېر کسانو پر غزې تړانګې د صهیونیسټ رژیم د وحشیانه بریدونو د غندلو په ترڅ کې وویل، که اسرائیل دغه بریدونو ته دوام ورکړی، چمتو دی چې له خپلو فلسطینی وروڼو سره یو ځای شی او د اسرائیلو پر وړاندې ودریږی.
 
يو تن لاريون کوونکي خان محمد وايي: "هغه ظلمونه چې پر فلسطيني ولس روان دي، انشاالله زموږ مجاهدين به يې ژغوري."
 
بل لاريون کوونکي سبحان الله وويل؛ "د مسلمانانو وژنه بنده کړئ، د مسلمانانو په وړاندې خپل ظلم، وحشت او بربریت بند کړئ، موږ هر ډول همکارۍ ته چمتو یو."
 
لاريون کوونکي نياز محمد هم وويل: "خداى (ج) ظالمان نه خوښوي او خداى (ج) دې دوى هم داسې تباه کړي لکه امريکا چې په افغانستان کې تباه شوه."
 
یو بل لاريون کوونکي وايي، که اسرائیل دغه بریدونو ته دوام ورکړي، دوی چمتو دي چې له حماس ډلې سره یو ځای شي او د اسرائیلو پر وړاندې ودرېږي.
 
مظاهره کوونکي سهیل وویل: موږ د نړۍ له زبرځواکونو څخه غوښتنه کوو چې په غزه کې د بمباریو او جګړې د بندولو لپاره هڅې وکړي.
 
بل لاريون کوونکي احمد جان وويل: "اوس بشري حقونه او هغه څوک چې د مسلمانانو د حقونو د دفاع ادعا کوي، چېرته دي؟"
 
د ایران د خارجه وزارت اداري مرستیال هم په غزې تړانګې د صهیونیسټ رژیم حملې وغندلې او له اسلامي هیوادونو او نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې دغه حملې بندې کړي .
 
د رئیس الوزرا د دفتر اداري مرستيال عبدالسلام حنفي وويل: "په ٢١مه پېړۍ کې له د یو هېواد څخه د يو اعشاريه دوه ميليونو وګړو په ډله ييزه توګه کډوال کول په هېڅ قاموس کې ځاى نه لري، د نړۍ ټول هېوادونه بايد خپل غږ پورته کړي."
 
له شاوخوا لسو ورځو راهیسې اسرائیلي ځواکونو پر غزې هوايي بریدونه پیل کړي، چې په ترڅ کې یې ګڼ ولسي وګړي په ځانګړې توګه ماشومان په نښه شوي دي.
 


د مطلب کود: 278461

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/278461/د-غزې-په-تړانګه-کې-صهیونیسټ-رژیم-حملو-غبرګون-کښې-لوګر-ولایت-اوسیدونکو-مظاهره

آوا
  https://www.avapress.com