کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کډوالو د ایستلو پر ځای، ترکیه باید هغوی ته د کار زمینه برابره کړي

25 میزان 1402 ساعت 9:48

د اسلامي امارت د کډوالو او راستنیدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني د ترکیې له نوي سفیر سره په لیدنه کې ویلي چې دغه هیواد باید د افغان کډوالو د جبري ایستلو پر ځای هغوی ته د کار زمینه برابره کړي.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر په ایکس پاڼه کې د یوه پیغام په خپرولو سره په افغانستان کې د ترکیې له نوي سفیر جنګ اونال او د خلیل الرحمن حقاني د لیدنې خبر ورکړی دی.
 
په دې کتنه کې خليل الرحمن حقاني وويل چې ترکيه بايد د نړيوالو قوانينو له مخې د کډوالو د جبري شړلو پر ځاى د کار زمينه برابره کړي او د لا زياتو خدمتونو د وړاندې کولو او د هغوى د ستونزو د حل په خاطر بايد د فعاليتونو لپاره مناسب شرايط رامنځته شي.
 
د هغه په ​​وينا، اړينه ده، چې د هغو افغانانو لپاره چې غواړي هېواد ته راستانه شي، د دواړو هېوادونو ترمنځ يو ګډ ميکانيزم رامنځته شي.
 
په دې کتنه کې د ترکیې نوي سفیر جنګ اونال هم وویل چې د دغه هېواد له چارواکو سره به راپورته شوې ستونزې شریکې کړي.
 
ترکیې په وروستیو میاشتو کې له دغه هېواده د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې ده.
 
د یادولو وړ ده چې د خپرو شوو شمیرو پر بنسټ په ترکیه کې څه باندې ۳۰۰ زره افغان کډوال ژوند کوي.
 


د مطلب کود: 278542

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/278542/د-کډوالو-ایستلو-پر-ځای-ترکیه-باید-هغوی-ته-کار-زمینه-برابره-کړي

آوا
  https://www.avapress.com