کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له پاکستان څخه شپږ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

29 میزان 1402 ساعت 12:17

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان کړی، چې له پاکستان څخه هېواد ته د افغان کډوالو د راستنېدو له بهیر وروسته، د میزان په ۲۷ او ۲۸مه په پاکستان کې مېشت څه باندې ۶ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.


آوا - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن (شنبه، میزان ۲۹) په ایکس پاڼه کې د یوې خبر په خپرولو سره ویلي چې د ننګرهار ولایت د کډوالو چارو ریاست د ۶۴۵۰ افغان کډوالو د راستنیدو خبر ورکړی دی.
 
د ننګرهار ولایت د تورخم د سرحداتو ریاست د معلوماتو له مخې، له پولې هاخوا د ۶۴۶ کسانو په ګډون ۱۶۲ کورنۍ د کډوالۍ په چارو کې ثبت او د مرستې ترلاسه کولو په موخه د مهاجرت نړیوال سازمان دفتر ته ور وپېژندل شوې.
 
له پاکستان څخه د ناقانونه کډوالو اخراج زیات شوی او د دغه هیواد حکومت د نومبر لومړۍ نیټه ټولو غیر قانوني مهاجرینو ته له هیواده د وتلو ضرب الاجل ټاکلی دی.
 
په همدې حال کې د بهرنیو چارو وزارت اداري مرستیال په دې وروستیو کې په کابل کې د پاکستان له سفیره غوښتي چې د افغان کډوالو د ایستلو پر پرېکړې له سره غور وکړي.
 
ښاغلي حنفي ټینګار وکړ چې د پاکستان له خوا د مهاجرینو د ایستلو پریکړه د خلکو په افکارو منفي اغیز لري او د دواړو هیوادونو د ولسونو ترمنځ واټن رامنځته کوي چې د دواړو لورو په ګټه نه دی.
 


د مطلب کود: 278837

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/278837/له-پاکستان-څخه-شپږ-زره-افغان-کډوال-هېواد-ته-راستانه-شول

آوا
  https://www.avapress.com