کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حکومت غواړي د قشقري د نفتو او ګازو د پروژې کار ګړندی کړي/ د قشقري څلویښت زره ټنه خام تیل وپلورل شول

30 میزان 1402 ساعت 11:49

د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور د نفتو او ګازو د کمیټې له غړو سره په کتنه کې د قشقري د نفتو او ګازو د پروژې په چټکتیا ټینګار وکړ. دغه راز د کانونو وزارت وايي، د قشقري څلوېښت زره ټنه خام تېل د داوطلبۍ له لارې پلورل شوي دي.


آوا - کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر نن (یکشنبه، میزان ۳۰) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور د دغه وزارت له غړو سره وکتل.
 
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو د قشقري د نفتو او ګازو د پروژې په برخه کې د افچین شرکت د فعالیتونو او اجراتو په اړه بحث او خبرې وکړې.
 
په اعلاميه کې ويل شوي دي چې د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست د قشقري پروژې د کار د ښه والي او چټکتيا او د شته ننګونو د حل په خاطر د کميټې غړو ته لارښوونې وکړې او په لا زيات شفافيت او چټکتيا يې ټينګار وکړ.
 
له بلې خوا د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د قشقري د ۴۰ زره ټنه خام تیلو داوطلبۍ نن د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور، مرستیالانو او د افچین شرکت د رئیس په حضور کې ترسره شوه.
 
دغه وزارت وايي، دغه داوطلبۍ د یوې رڼې او عادلانه پروسې له مخې د څلورو شرکتونو په ګډون ترسره شوه چې د داوطلبۍ شرایط یې پوره کړي وو او د (TOF  تېلو تصفیه کولو شرکت) د څلویښت زره ټنه خام تېلو د پېرلو حق یې ترلاسه کړ.
 


د مطلب کود: 278902

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/278902/حکومت-غواړي-د-قشقري-نفتو-او-ګازو-پروژې-کار-ګړندی-کړي-څلویښت-زره-ټنه-خام-تیل-وپلورل-شول

آوا
  https://www.avapress.com