کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملګري ملتونه باید په پلازمینه کې د اوبو د کمښت په ننګونو کې همکاري وکړي

1 عقرب 1402 ساعت 14:45

په کابل کې د اسلامي امارت سرپرست والي محمد قاسم خالد په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د مرکزي زون د دفتر له مشر انیت لیت سره په کتنه کې وویل چې ملګري ملتونه باید د اوبو د کمښت د له منځه وړلو لپاره همکاري وکړي.


آوا - کابل: د کابل ولایت مقام مطبوعاتي دفتر نن (دوشنبه، ۱ عقرب) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې محمد قاسم خالد په کابل ښار کې د پاکو اوبو د کمښت ستونزې ته په اشارې سره وویل: د پلازمېنې اوسېدونکي د پاکو اوبو د نشتوالي له کړکېچ سره مخ دي.
 
د کابل والي له یوناما څخه وغوښتل چې په پلازمینه کې د اوبو د کمښت د بحران په حل کې مرسته وکړي.
 
بل خوا د يوناما د مرکزي زون د دفتر مشر انيت ليت وايي، چې دغه دفتر غواړي د پلازمېنې په بېلابېلو برخو کې پروژې پلې کړي.
 
هغه زیاته کړه، یوناما د ښې حکومتولۍ او د خلکو د ټولنیزو ستونزو د حل په برخه کې هم غونډې کوي.
 
د يادونې وړ ده، چې په کابل او په ځانګړې توګه د پلازمېنې په لوېديځ کې د څښاک د اوبو کمښت د ښاريانو پر وړاندې له جدي ننګونو سره مخ شوى دى.
 


د مطلب کود: 278998

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/278998/ملګري-ملتونه-باید-په-پلازمینه-کې-د-اوبو-کمښت-ننګونو-همکاري-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com