کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کډوالو چارو سرپرست وزیر:

د هیواد دروازي د ټولو افغانانو پر مخ خلاص دي/ هر څوک باید په عزت سره راستانه شي

2 عقرب 1402 ساعت 11:21

د کډوالو چارو سرپرست وزير د کندهار په سپين بولدک کې له يو شمېر راستنېدونکو سره په ليدنه کې وويل، چې د وطن دروازې د ټولو افغانانو پر مخ خلاصې دي او ټول بايد په عزت سره راستانه شي.


آوا - کابل: د کډوالو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني په خپله اکس پاڼه کې لیکلي چې د مهاجرینو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني په سپین بولدک کې له یو شمیر راستنیدونکو سره په لیدنه کې وویل چي د وطن دروازې د ټولو افغانانو پر مخ خلاصي دي او ټول باید په عزت سره راستانه سي.
 
هغه وویل، په دې لیدنه کې د کډوالو چارو وزارت سرپرست له پاکستان څخه د یو شمېر راستنېدونکو ستونزې او غوښتنې واورېدې او هغوی ته یې د نغدي مرستو په ورکولو سره د راپورته شویو ستونزو د حل په اړه ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت د راستنیدونکو لپاره لازم چمتووالی لري.
 
ښاغلي حقاني زیاته کړه چې د کډوالو د چارو سرپرست وزیر همدا راز د کډوالو د نړیوال سازمان د دفترونو، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې او یو شمیر نورو ادارو له مسوولینو سره هم وکتل او د یادو ادارو مسوولینو یې په دې اړه معلومات ورکړل.
 
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت له دغه هېواده د څه باندې یو میلیون افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه کړې، چې د پاکستان دغه پرېکړه له ډېرو نړیوالو نیوکو سره مخ شوې ده.
 


د مطلب کود: 279048

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/279048/د-هیواد-دروازي-ټولو-افغانانو-پر-مخ-خلاص-دي-څوک-باید-په-عزت-سره-راستانه-شي

آوا
  https://www.avapress.com