کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال:

افغان ځوانان په بېلابېلو برخو کې وړتیا لري

2 عقرب 1402 ساعت 13:22

د اسلامي امارت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په پنځوس اوریزه نړیوال جام کې د پاکستان لوبډلې پر وړاندې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د بریا مبارکي وویله او زیاته یې کړه چې افغان ځوانان په هر ډګر کې وړتیا لري او کولای شي بریا ترلاسه کړي.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د پنځوس اوریزو نړیوال جام سیالیو کې د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه.
 
په خبرپاڼه کې راغلي، چې مولوي عبدالکبیر د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې، کرکټ بورډ او ټولو افغانانو ته د دې بریا مبارکي وایي.
 
په دې خبرپاڼه کې د مولوي عبدالکبير له خولې ويل شوي، چې دې سياليو وښوده، چې افغان ځوانان په هر ډګر کې وړتيا لري او بريالى شي.
 
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې له پرلپسې بریا وروسته د پلازمېنې په بېلابېلو سیمو کې تېره شپه خلک سړکونو ته راووتل او دغه بریا یې ولمانځله.
 
د يادونې وړ ده، چې تېره شپه د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې د نړيوال جام په سياليو کې د پاکستان لوبډلې ته په اتو وېکټو ماتې ورکړه. دا په پنځوس اوریزو سیالیو کې د پاکستان پر وړاندې د افغانستان لومړۍ بریا ده.
 


د مطلب کود: 279065

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/279065/افغان-ځوانان-په-بېلابېلو-برخو-کې-وړتیا-لري

آوا
  https://www.avapress.com