کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان پر بانکي سکتور لګول شوي محدودیتونه باید لیرې شي

3 عقرب 1402 ساعت 10:04

د افغانستان د مرکزي بانک مسوولینو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږي کوونکي سره په کتنه کې په هېواد کې د بهرنیو اسعارو د زېرمو د کمېدو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې د افغانانو د ستونزو له امله باید د هېواد پر بانکي سکټور لګول شوي محدودیتونه لیرې شي.


آوا - کابل: د افغانستان د مرکزي بانک مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه بانک رئیس ملا هدایت الله بدري د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلی اوغلو سره په یو شمېر مالي او بانکي مسایلو خبرې اترې وکړې.
 
په دې کتنه کې د مرکزي بانک رييس يادونه وکړه چې دغه بانک د نړيوالو قوانينو او مقرراتو په رڼا کې د نړۍ له ټولو مالي او بانکي بنسټونو سره د ښو اړيکو په لټه کې دى.
 
ښاغلي بدري د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږي کوونکي څخه وغوښتل چې د افغانستان د پرمختګونو رښتیني راپور نړیوالو ته وړاندې کړي، ترڅو نړیواله ټولنه د افغانستان د پرمختګونو په اړه رښتیني معلومات ترلاسه کړي.
 
دغه راز په دې کتنه کې د مرکزي بانک عمومي مدير صديق الله خالد په بانکي سکټور کې لګول شويو محدوديتونو ته په اشارې سره د ملګروملتونو سازمان ځانګړي همغږي کوونکي ته په بانکي برخه کې د پرمختګونو په باب هراړخيزه معلومات وړاندې کړل او ويې ويل چې د ستونزو له امله په بانکي سکتور کې شته خنډونه له منځه تللي دي.
 
ښاغلي خالد د هېواد د بهرنیو اسعارو زیرمې د افغانانو حق وباله او د دغو زېرمو بندېدل یې د افغانانو په زیان وباله او هیله یې څرګنده کړه، چې نړیواله ټولنه به په دې برخه کې اغېزمن ګامونه پورته کړي.
 
په دې خبرپاڼه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي د څرګندونو یادونه نه ده شوې.
 


د مطلب کود: 279123

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/279123/د-افغانستان-پر-بانکي-سکتور-لګول-شوي-محدودیتونه-باید-لیرې-شي

آوا
  https://www.avapress.com