کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال:

اسلامي امارت د سره صلیب له نړیوالې کمیټې سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی

3 عقرب 1402 ساعت 12:19

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمیټې له مرکزي استازي سره په کتنه کې وویل چې اسلامي امارت له دغه نړیوال سازمان سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.


آوا - کابل: د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل نن چهارشنبه (چهارشنبه، عقرب ۳) په ټولنیزه شبکه ایکس کې لیکلي چې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی په افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمیټې د مرکزي هیئت له رئیس الوا فیلیون سره وکتل او ویې ویل چې اسلامي امارت په افغانستان کې د سره صلیب له نړیوالې کمیټې سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
 
د هغه په ​​وينا، په دې کتنه کې دواړو لورو له افغانستان سره د سره صليب د نړيوالې کمېټې د مرستو په اړه هم خبرې وکړې.
 


د مطلب کود: 279135

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/279135/اسلامي-امارت-د-سره-صلیب-له-نړیوالې-کمیټې-ډول-همکارۍ-ته-چمتو-دی

آوا
  https://www.avapress.com