کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست:

په پنجشیر ولایت کې د کانونو د پیسو د اختلاس وخت پای ته ورسید

3 عقرب 1402 ساعت 13:43

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د «یو هوسا ملت او یو مسؤول نظام» تر عنوان لاندې په فوق العاده غونډه کې چې د پنجشیر ولایت په مرکز بازارک کې جوړه شوې وه وویل چې د پنجشیر د زمرد او یاقوت له پیسو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې وخت پای ته رسېدلی دی او له دې وروسته به د افغانانو او د پنجشیر اوسیدونکو ته ګټه ورسیږي.


آوا - کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور نن چهارشنبه (چهارشنبه، عقرب ۳) د " یو هوسا ملت او مسؤل نظام" تر عنوان لاندې د پنجشیر په بازارک کې جوړه شوې غونډه کې وینا وکړه او وویل: چې د پنجشیر د زمرد او یاقوت له پیسو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې وخت پای ته رسېدلی دی او له دې وروسته به د افغانانو او د پنجشیر اوسیدونکو ته ګټه ورسیږي.
 
د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست دغه راز وويل، په پنجشېر ولايت کې له زرو څخه زيات د زمرد کانونه شته او د ٣٨٠ کانونو د استخراج جوازونه وېشل شوي دي.
 
هغه وویل چې اوسمهال په پنجشیر کې د کانونو او نورو پروژو په برخه کې ۸۰۰۰ کسان په کار بوخت دي او زیاته یې کړه چې د اسلامي امارت مشرتابه هڅه کوي چې د دغه ولایت خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.
 
ښاغلي دلاور زیاته کړه، پنجشیر یو وخت د ورورګلوۍ او جګړې د پرېکړو مرکز و، خو نن الحمدالله د ټولو افغانانو لپاره د تفریح، ورورولۍ، ویاړ او مهربانۍ یو ښکلی ځای دی.
 
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست همداراز وویل، چې اسلامي امارت په کومه ډله، قوم، مقام او مذهب پورې اړه نه لري، بلکې یو ملي حکومت دی او د ټولو افغانانو ملکیت دی.
 


د مطلب کود: 279143

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/279143/په-پنجشیر-ولایت-کې-د-کانونو-پیسو-اختلاس-وخت-پای-ته-ورسید

آوا
  https://www.avapress.com