کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د آوا سره په مرکه مطرح شول:

د هر اړخیزو پلانونو په درلودلو سره به په راتلونکي ژمي کې د هوا د ککړتیا مخه ونیول شي

4 عقرب 1402 ساعت 15:03

د اسلامي امارت د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسؤلین د ژمي په رارسېدو سره وايي چې دغه اداره کولای شي د پراخو پروګرامونو په جوړولو او د کورونو، هټیو او سوداګریو په څارنې سره د هوا د ککړتیا مخه ونیسي.


آوا  کابل: د اسلامي امارت د چاپېریال ساتنې ملي ادارې ویاند احمد فرید فرهنګ نن پنجشنبه، عقرب ۴ مه د آوا له خبریال سره په مرکه کې د هوا د ککړتیا د مخنیوي په برخه کې د دغې ادارې د پروګرامونو په اړه معلومات وویل: چې په راتلونکي ژمي کې د چاپېریال ساتنې ریاست د څارنې ریاست د ککړتیا او کثافاتو د تنظیم او کنټرول رئیس احمد فیصل بریالي په مشرۍ نن د چاپېریال ساتنې ملي ادارې په بندامیر تالار کې غونډه جوړه شوه.
 
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې ویاند څرګنده کړه، چې په دې ناسته کې د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره د چاپېریال ساتنې ریاست پر پلانونو خبرې وشوې او د یادو پلانونو پر تطبیق ټینګار وشو.
 
احمد فرید فرهنګ زیاته کړه: د چاپېریال ساتنې ریاست د ککړتیا او کثافاتو د تنظیم او کنټرول رئیس د هوا د ککړتیا د مخنیوي، د کثافاتو مدیریت، د اوبو کیفیت ازمایښت او د غږ ککړتیا په برخو کې د پلټونکو ټیمونو راپور واورېد او هغوی ته یې لارښوونه وکړه چې د ساحوي کنټرول او څارنې ټیمونه د څارنې په جریان کې د مالکینو او کارمندانو سره ښه چلند وکړئ.
 
د چاپېریال ساتنې ریاست ویاند زیاته کړه، چې په دې ناسته کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د ساحوي تفتیش کارکوونکو ډاډ ورکړ، چې په راتلونکي ژمي کې به د هر اړخیزو پلانونو په جوړولو سره د هوا د ککړتیا مخه ونیسي.
 
په موټرونو کې د بې کيفيته تېلو کارول، د سړکونو خرابوالى، د نفوسو زياتوالى، د خټو د لوښو شتون، په فابريکو، تشنابونو او هوټلونو کې د بې کيفيته موادو سوځول د هوا د ککړتيا له عمده لاملونو څخه بلل کېږي.
 
خو د پلازمېنې ډېری ښاریان د ژمي په موسم کې د کافي برېښنا د نشتوالي او د ښه اقتصاد د نشتوالي له امله د خپلو کورونو د ګرمولو لپاره د ډبرو سکرو سوځولو ته مخه کوي چې د هوا د ککړتیا او د تنفسي ناروغیو د زیاتوالي لامل کېږي.
 


د مطلب کود: 279228

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/279228/د-اړخیزو-پلانونو-په-درلودلو-سره-راتلونکي-ژمي-کې-هوا-ککړتیا-مخه-ونیول-شي

آوا
  https://www.avapress.com