کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کندز کې د دوو قومونو ترمنځ دښمني له ۴۵ کلونو وروسته پای ته ورسېده

5 عقرب 1402 ساعت 10:53

د کندز سیمه ییز چارواکي وايي، چې د دوی په منځګړتوب له ۴۵ کلونو وروسته دوه قومونه سره پخلا شوي دي.


آوا - مزار شریف: د کندز د اطلاعاتو او کلتور رئیس مطیع الله روحاني آوا ته وویل: د خان اباد ولسوالۍ د ارباب جمال الدین احمدزي او محمدالدین احمدزي دوه قومونه له ۴۵ کلونو وروسته له یو بل سره پخلا شول.
 
د هغه په ​​وينا، دغه دوه کسان د اسلامي امارت د مشرانو په منځګړتوب سره پخلا شوي دي.
 
روحاني ټینګار وکړ چې د دغو دوو قومونو تر منځ د ۴۵ کلنې دښمنۍ په ترڅ کې د دواړو خواوو درې تنه وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
 
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې څو قومونه د اسلامي امارت له لوري پخلا شوي او دښمنۍ ته یې مخه کړې ده.


د مطلب کود: 279274

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/279274/په-کندز-کې-د-دوو-قومونو-ترمنځ-دښمني-له-۴۵-کلونو-وروسته-پای-ته-ورسېده

آوا
  https://www.avapress.com