کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سږ کال له کندهار ولایت څخه څه باندې ۲۸ زره ټنه انګور صادر شوي دي

6 عقرب 1402 ساعت 15:56

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وايي، سږ کال د کندهار له لارې د نړۍ بازارونو ته د څه باندې ۱۵ میلیونه ډالرو په ارزښت ۲۸ زره ۳۴۳ ټنه انګور صادر شوي دي.


آوا - د کندهار د سوداګرۍ او صنایعو خونې د رسنیو دفتر مشر نورالله نوری وایی: سږ کال له کندهار څخه ۲۸۳۴۳ ټنه انګور پاکستان او هند ته صادر شوی چې له دې لارې ۱۵،۴۶ زره ډالره عاید ترلاسه شوی دی.
 
هغه زياته کړه چې د صادراتو دغه اندازه د تېر کال په پرتله دوه برابره ده.
 
د باختر آژانس د خبرله مخې: د سږ کال د انګورو بڼوال د ښو حاصلاتو له امله خوښ دي او وايي چې سږ کال يې محصولات په سمه او مناسبه بيه پلورل شوي دي.
 
خو د کندهار د کرنې رياست مسوولين وايي، هڅه کوي د کروندګرو په هڅونه او ورسره د تخنيکي همکاريو په مرسته د انګورو حاصلات زيات کړي.
 


د مطلب کود: 279342

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/279342/سږ-کال-له-کندهار-ولایت-څخه-څه-باندې-۲۸-زره-ټنه-انګور-صادر-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com