کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هېواد په جنوبي ولایتونو کې د ۶۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پرمختیايي پروژې تر کار لاندې دي

8 عقرب 1402 ساعت 14:34

د هېواد په جنوب کې سيمه ييز چارواکي وايي، چې د هېواد په جنوب کې د څه باندې شپږ سوه ميليونو ډالرو په ارزښت لسګونه پراختيايي پروژې تر کار لاندې دي.


آوا - کابل: د فواید عامې وزارت چارواکي وايي، په دغو پروژو کې د زابل-کندهار، کندهار- ارزګان، هلمند - کندهار ترمنځ لویې لارې او د پلونو او پلچکونو جوړول شامل دي.
 
په جنوب لويديځ زون کې د فوايد عامې وزارت د پروژو مسوول شېر حسن خوښيوال وويل: د دغو پروژو کار چې په جنوب لويديځ زون کې پيل شوى د څه دپاسه شپږ سوه مليونو ډالرو په لګښت پيل شوى دى.
 
د طلوع نیوز د راپور له مخې، د هېواد یو شمېر اوسېدونکو له چارواکو غوښتي چې د دغو پروژو کیفیت په جدي توګه وڅاري.
 
يوه اوسېدونکي ګلالي وويل: "دا لويه لاره بايد په ښه او پياوړي ډول جوړه شي، څو په راتلونکي کې له ستونزو سره مخ نه شي."
 
موټر چلوونکي نثار احمد وویل: "زموږ له اسلامي امارت څخه غوښتنه دا ده چې دا اساسي لویه لاره جوړه کړي ترڅو خلکو ته د تګ راتګ اسانتیا برابره شي."
 
 دکندهار اوسیدونکی عبدالباقي زاهد وایي: دښار په شاوخوا کې ډیر خراب سړکونه پراته دي، له اسلامي امارت څخه غوښتنه کوو چې دلته هم ماتو شویو سړکونو ته پاملرنه وکړي.
 
د کندهار سيمه ييز چارواکي وايي، د لويو لارو د ساتنې په موخه هغو باروړونکو موټرو ته چې له دوو ټنو زيات بار وړي، د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.
 
د کندهار د فواید عامې ریاست د ترازو مشر احمد احمدي وايي: "که وزن ډېر شي، د دوی سامانونه به راټيټ کړي او هېڅ ډول موټر ته به اجازه ورنه کړي، چې ډېر وزن ولري، ځکه چې دا کار موږ ته ستونزې جوړوي."
 


د مطلب کود: 279459

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/279459/د-هېواد-په-جنوبي-ولایتونو-کې-۶۰۰-میلیونه-ډالرو-ارزښت-پرمختیايي-پروژې-تر-کار-لاندې-دي

آوا
  https://www.avapress.com