کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د غزې په اړه د اسلامي همکاریو د سازمان بیړنۍ غونډه

16 عقرب 1402 ساعت 9:59

په غزې تړانګه کښې دصهیونیسټ رژیم د جنایتونو په دوام کښې د اسلامی همکاريو سازمان په راتلونکې اونۍ کښې د فلسطین د تحولاتو په اړه د بیړنۍ غونډې د جوړولو اعلان وکړ .


آوا: د سپوتنیک د راپور له مخې، د اسلامي همکاریو سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې جده به د راتلونکې یکشنبې په ورځ (عقرب ۷) د غړو هېوادونو د غونډې کوربه وي.
 
د دغې بیانیې له مخې په دغه غونډه کښې به په غزې تړانګې د صهیونیسټ رژیم د وحشیانه تیریو په هکله خبرې اترې وشي.
 
د اسلامي همکاریو د سازمان په خبرپاڼه کې راغلي: دا غونډه د دغه سازمان د اوسني مشر په توګه د سعودي عربستان په بلنه ترسره کیږي.
 
د فلسطین د مقاومت ځواکونو د ۲۰۲۳ میلادی کال د اکتوبر د میاشتې په پنځلسمه نیټه له غزې (جنوبی فلسطین) څخه د تل ابیب او صهیونیسټی رژیم دپوځونو په خلاف د «الاقصی طوفان» په نوم ناڅاپي عملیات پیل کړل وروسته اسرائیل د خپل ماتې د غچ اخیستلو لپاره او د مقاومت عملیات درولو لپاره، ټولې لارې یې د غزې تړانګه باندی وتړلې او پر دې سیمه بمباري کوي.
 
د خپل ځان د دفاع په پلمه له اسراييلي رژيم څخه د لويديځ ملاتړ په عملي توګه د فلسطيني ماشومانو او ښځو د وحشيانه وژنې د دوام لپاره د دغه رژيم لپاره شنه څراغ او جواز پاتې شوی دی.


د مطلب کود: 279920

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/279920/د-غزې-په-اړه-اسلامي-همکاریو-سازمان-بیړنۍ-غونډه

آوا
  https://www.avapress.com