کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستان افغانستان ته د ۲۲۰ زره کډوالو د ستنېدو اعلان وکړ

22 عقرب 1402 ساعت 12:13

د پاکستان حکومت وايي، له دغه هېواد څخه د ناقانونه بهرنیانو د ستنېدو بهیر دوام لري او تر اوسه ۲۲۰ زره ۳۹۸ افغانان خپل هېواد ته راستانه شوي دي.


آوا – کابل: د پاکستان دولتي رسنۍ «راډیو پاکستان» نن دوشنبه (د عقرب ۲۲) لیکلي چې خپل هېواد ته د افغان اتباعو په ګډون د ناقانونه بهرنیانو د راتګ لړۍ دوام لري.
 
دغې رسنۍ زیاته کړې، چې د تورخم او چمن له لارې هره ورځ زرګونه کسان افغانستان ته راستنېږي.
 
دغې رسنۍ لیکلي چې یوازې پرون په ۳۱۲ موټرو کې ۳،۴۳ تنه افغانستان ته راستانه شول.
 
رادیو پاکستان خبر ورکړی، چې تر اوسه په ټولیز ډول ۲۲۰ زره ۳۹۸ افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
 
دغې رسنۍ د دغو کسانو د بېرته ستنېدو وخت نه دی په ډاګه کړی.
 
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې اسلامي امارت د ۲۰۰ زره کسانو د بېرته ستنېدو اعلان وکړ.
 
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د اکتوبر په دریمه اعلان وکړ چې ټول ناقانونه کډوال د نومبر تر لومړۍ نیټې پورې ۲۸ ورځې وخت لري چې په خپله خوښه له پاکستانه ووځي، که نه نو له اخراج سره به مخامخ شي.


د مطلب کود: 280288

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/280288/پاکستان-افغانستان-ته-د-۲۲۰-زره-کډوالو-ستنېدو-اعلان-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com