کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کندهار تاریخي اثار بیا رغول او ساتل کیږي

25 عقرب 1402 ساعت 10:51

د اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه د کندهار له والي سره په کتنه کې د دغه ولایت د تاریخي ابداتو په بیارغاونه او ساتنې ټینګار وکړ او د بهرنیو سیلانیانو لپاره یې د اسانتیاوو د برابرولو غوښتنه وکړه.


آوا: د اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مطبوعاتي دفتر نن (پنجشنبه د عقرب ۲۵) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه د كندهار والي شيرين اخند سره په کتنه کی كندهار ته د بهرنيانو د تګ راتګ او هغوى ته د اسانتياو د رامنځته كولو، د تاريخي ابداتو د بيارغاونې او ساتنې، د ميرويس خان نيكه مقبرې او د احمدشاه بابا د مقبرې د بيا رغاونې د چارو په اړه بحث او د نظريو تبادله وكړه. 
 
په دې غونډه کې د کندهار والي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فعاليتونو ستاينه وکړه او د ځوانانو لپاره يې د فکري او علمي پوهې په برخه کې د لا زياتو پروګرامونو غوښتنه وکړه.
 
تر دې وړاندې هم د اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د تاریخي اثارو رغونه کړې ده.


د مطلب کود: 280489

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/280489/د-کندهار-تاریخي-اثار-بیا-رغول-او-ساتل-کیږي

آوا
  https://www.avapress.com