کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پنجشېر کې د زمردو څلوېښت نوي کانونه کشف شول

25 عقرب 1402 ساعت 10:56

په پنجشیر ولایت کې د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم ریاست اعلان کړی چې په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې د زمردو څلویښت نوي کانونه کشف شوي دي.


آوا - کابل: په پنجشیر ولایت کې د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم ریاست مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د پنجشیر د کانونو او پټرولیم رئیس مولوي محمد قاسم امیري د دغه ولایت له والي سره په کتنه کې ویلي دی.،د دغه ولايت د پريان ولسوالۍ په مربوطاتو کې دا کانونه کشف شوي دي.

 
د پنجشېر ولايت د کانونو او پټروليم رييس زياته کړه چې تر اوسه پورې په دغه ولايت کې د زمردو ١٢٥٠ کانونه کشف شوي دي.
 
د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت څو څو ځله د پنجشیر د کانونو زمرد د لیلام له لارې د هیواد پر سوداګرو پلورلي دي.
 
د يادونې وړ ده، چې د جمهوري رياست پر مهال د هېواد کانونه په ځانګړې توګه د پنجشېر زمرد په غير قانوني ډول د زورواکو له خوا استخراج او پلورل کېدل.


د مطلب کود: 280490

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/280490/په-پنجشېر-کې-د-زمردو-څلوېښت-نوي-کانونه-کشف-شول

آوا
  https://www.avapress.com