کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په لوګر ولایت کې د ۶۰۰ زده کوونکو لپاره په شخصي لګښت یو ښوونځی جوړ شو

25 عقرب 1402 ساعت 12:01

د لوګر سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې خیریه موسسه د ۳۵ زره امریکایي ډالرو په لګښت د ۶۰۰ زده کوونکو لپاره یو ښوونځی جوړ کړی دی.


آوا - کابل: د پوهنې وزارت د ایکس په ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې د لوګر ولایت یو له تعلیمي شخصیت همایون بهادري په پل علم کې د هارون خیلو لومړني ښوونځي لپاره له خپل شخصي ملکیت څخه ښوونځی جوړ کړ. 
 
ویل شوي، چې د لومړني ښوونځي دغه ترمیم ۸ درسي خونې لري، چې د اوبو رسولو سیستم او د لمریزې برېښنا په ګډون نور اړین توکي لري، چې ټولټال ۳۵ زره امریکایي ډالره لګښت پرې راغلی.
 
د ياد شوي ښوونځي د ترميم د پرانېستې پر مهال د دغه ولايت د پوهنې رئيس مولوي جنت ګل عزيز د پوهنې په برخه کې د دغه عالم له نېک احساس څخه مننه او قدرداني وکړه او د هغه کړنې يې د اوسنيو خيريه کارونو يوه برخه وبلله.
 
د يادونې وړ ده، چې په دې ښوونځي کې د درسي خونو د نشتوالي له امله شاوخوا ٤٥٠ زده کوونکي تر خيمو لاندې زده کړې کوي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې شاوخوا څلور ورځې وړاندې د دغه ولايت يوه بل ځوان په دغه ولايت کې د ۸۰۰ ماشومانو لپاره د وړيا زده کړو زمينه برابره کړې وه.


د مطلب کود: 280496

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/280496/په-لوګر-ولایت-کې-د-۶۰۰-زده-کوونکو-لپاره-شخصي-لګښت-یو-ښوونځی-جوړ-شو

آوا
  https://www.avapress.com