کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزیر هیواد ته له راستنیدونکو کډوالو سره د خلکو د همکارۍ غوښتنه وکړه

27 عقرب 1402 ساعت 12:18

د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني په کاپیسا ولایت کې په یوه عامه غونډه کې افغانستان ته له راستنیدونکو کډوالو سره د خلکو د ګډې همکارۍ غوښتنه وکړه.


آوا: ښاغلي حقاني دغه څرګندونې د پنجشنبې په ورځ د عقرب په ۲۵ مه په کاپیسا کې په یوه عامه غونډه کې وکړې.
 
د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست په دې غونډه کې وویل چې هیواد ته د راستنیدونکو کډوالو لپاره باید د کار زمینه برابره شي.
 
دا په داسې حال کې ده چې د اکتوبر په لومړیو کې پاکستان له اسنادو پرته له ۱.۷ میلیونو څخه زیاتو مهاجرو او پناه غوښتونکو ته د نومبر تر لومړۍ نیټې پورې وخت ورکړی و چې د دغه مهالوېش له پای ته رسیدو سره سم یې د هغوی نیول او ویستل پیل کړي دي.
 
د وروستیو شمېرو له مخې په تېرو دوو میاشتو کې څه باندې ۳۰۰ زره کډوال له پاکستانه هېواد ته راستانه شوي دي.
 
د نړیوالو سازمانونو له نیوکو سره سره له پاکستان څخه د قانوني اسنادو پرته د افغان مهاجرینو د جبري ایستلو لړۍ دوام لري.


د مطلب کود: 280571

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/280571/د-مهاجرینو-او-راستنیدونکو-چارو-وزیر-هیواد-ته-له-کډوالو-سره-خلکو-همکارۍ-غوښتنه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com