کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هیواد کې د ماشومانو خراب وضعیت/ اړمنو ماشومانو سره د مرستې لپاره د حکومت هڅې

30 عقرب 1402 ساعت 13:05

د ماشومانو د نړیوالې ورځې په مناسبت د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ساتنې اداره وايي: په افغانستان کې ۱۶ میلیونه ماشومان مرستو ته اړتیا لري، په داسې حال کې چې د افغانستان اوسنی حکومت د نړیوالو موسسو په همکارۍ د اړو ماشومانو لاسنیوی کوي.


آوا – کابل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق دفتر وايي، شاوخوا ۱۶ میلیونه افغان ماشومان عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري. فران اکیزا; په افغانستان کې د یونیسف استازی په یوه ویډیو کې چې د دې ادارې په ټویټر اکاونټ کې خپره شوې وايي، ډېری افغان ماشومان له خپل عمر څخه بهر مسوولیتونه مني.
 
په همدې حال کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ (د عقرب ۳۰ مه) د دغه وزارت په رسمي پاڼه کې لیکلي دي چې په تېره یوه میاشت کې یې په بغلان ولایت کې له ۱۸ هغو ماشومانو سره چې له لوړ خطر سره مخامخ وو، مرسته کړې ده.
 
دغه مرسته د ماشوم ساتنې د شبکې د بیړنۍ برخې له خوا چې د همکارو موسسو له خوا تمویلیږي او بودیجه یې ۶۰ زره افغانۍ ده، د بغلان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په همغږۍ هر ماشوم ته له ۲۰۰۰ تر ۷۰۰۰ افغانیو وویشل شوې.


د مطلب کود: 280807

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/280807/په-هیواد-کې-د-ماشومانو-خراب-وضعیت-اړمنو-سره-مرستې-لپاره-حکومت-هڅې

آوا
  https://www.avapress.com