کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په تېرو شپږو مياشتو کې په کندز ولايت کې د جنايي جرمونو په تړاو ٥٦٠ کسان نيول شوي دي

1 قوس 1402 ساعت 10:10

د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په تېرو شپږو میاشتو کې د کندز ولایت له مرکز او اړوندو سیمو څخه ۵۶۰ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیول شوي دي.


آوا – مزارشریف: د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن سه شنبه د عقرب ۳۰ مه د دغه خبر په خپرولو سره ویلي: دغه کسان په جنايي جرمونو لکه غلا، قتل، قمار کولو، عامه نظم او اخلاقي فساد یاندی تورن دی د دې ولایت مرکز او ولسوالۍ د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.
 
ویل کېږي چې په دې وروستیو میاشتو کې په هېواد کې جنايي جرمونه کم شوي دي.


د مطلب کود: 280863

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/280863/په-تېرو-شپږو-مياشتو-کې-کندز-ولايت-د-جنايي-جرمونو-تړاو-٥٦٠-کسان-نيول-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com