کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پاکستان سترې محکمې په زندان کې د عمران خان محاکمه غیر قانوني اعلان کړه

1 قوس 1402 ساعت 16:22

د پاکستان د پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان له محاکمې وروسته چې د امنیتي ملحوظاتو له امله په زندان کې ساتل شوی و، اوس د هغه وکیل وايي چې د اسلام اباد عالي محکمې په زندان کې د هغه د موکل محاکمه غیر قانوني بللې ده. 


آوا: د عمران خان وکیل اعلان کړی چې د پاکستان محکمې د دولتي رازونو د افشا کولو په تور په زندان کې د هغه د موکل محاکمه غیر قانوني اعلان کړه.
 
د رویټرز په وینا، له هغه راهیسې چې عمران خان تیره میاشت د دولتي رازونو د افشا کولو په تور تورن شوی و، یوه ځانګړې محکمه د امنیتي اندیښنو له امله په زندان کې دننه محاکمه کوي.
 
د عمران خان وکیل نعیم پنجوتا وویل: د اسلام اباد سترې محکمې په زندان کې د محاکمې د پیلیدو اعلان غیر قانوني بللی دی. دې حکم د اګست له 29 راهیسې ترسره شوي ټول اجراات باطل کړل.
 
د محکمې په حکم کې راغلي چې د محبس په انګړ کې څېړنه او محاکمه په داسې ډول ترسره شوې چې عامه محاکمه نه شي بلل کېدای.
 
د عمران خان قانوني ډلې په زندان کې د محاکمې د ترسره کولو لپاره د عدلیې وزارت پر اعلان اعتراض کړی و.
 
د خان پر ضد تورونه د هغه پټ کیبل له لارې راپورته شوي چې تیر کال په متحده ایالاتو کې د پاکستان د سفیر لخوا اسلام آباد ته لیږل شوي و چې خان یې په افشا کولو تورن دی.


د مطلب کود: 280910

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/280910/د-پاکستان-سترې-محکمې-په-زندان-کې-عمران-خان-محاکمه-غیر-قانوني-اعلان-کړه

آوا
  https://www.avapress.com