کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د وزیرانو شورا غونډه د اسلامي امارت د رهبري شورا په مشرۍ ترسره شوه

2 قوس 1402 ساعت 9:53

اسلامي امارت وايي، له تېرو دوو ورځو راهیسې د دولت د وزیرانو شورا غونډه په کندهار ولایت کې د ملاهبت الله اخندزاده په مشرۍ جوړه شوې وه.


آوا - کابل: پرون چهارشنبه، د قوس په لومړۍ نېټه، ارګ په یوه بیان کې ویلی چې د حکومت د وزیرانو شورا غونډه د دوو ورځو لپاره د د اسلامي امارت مشر ملاهبت الله اخندزاده په مشرۍ په قندهار ولایت کې جوړه شوي وه.
 
نوموړي په دې کتنه کې وويل، چې اوسنی اسلامي نظام د افغانستان د مجاهد ولس د بې ساري قربانيو په پايله کې رامنځته شوی، نو له همدې امله د شرعي احکامو پلي کول او خلکو ته خدمت کول د چارواکو اساسي دنده ده. 
 
د اسلامی امارت مشر ټینګار وکړ چې مونږ باید د خپلو خلکو قدر وکړو او د هغوی خدمت وکړو ځکه دغه خلک مونږ ته ډیر وفادار دی او هر څوک باید ملت ته په یوه سترګه وګوری .
 
محب الله زیاته کړه، د زور پر ځای هڅه وکړئ، چې خلک په تشویق، استقامت او ښو اخلاقو سره د اسلام دین او اخلاقو ته راوبلئ او د پخوانیو بدنامو چارواکو له کړنو څخه زده کړه وکړئ.


د مطلب کود: 280940

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/280940/د-وزیرانو-شورا-غونډه-اسلامي-امارت-رهبري-په-مشرۍ-ترسره-شوه

آوا
  https://www.avapress.com