کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غزه کې څلور ورځنی اوربند رسما پیل شو

3 قوس 1402 ساعت 14:12

په غزه کې څلور ورځنی اوربند د جګړې په ۴۹مه ورځ د جمعې په سهار پیل شو.


آوا: بالاخره د غزې په تړانګه کښې له څه د پاسه ۵۰ ورځنی جنګ وروسته په غزه کښې څلور ورځنی موقت اوربند ټینګ شو.
 
ټاکل شوې وه چې دغه اوربند د پنجشنبې په ورځ په ځايي وخت د شپې لس بجې په غزه کې نافذ شوی وای، خو د یادو تخنیکي او لوژیستیکي ستونزو له امله له نن څخه د یوې ورځې په ځنډ سره په غزه کې نافذ شو.
 
د څلور ورځني اوربند له مخې د اوربند پر مهال به د دواړو غاړو هر ډول پوځي اقدام ودرول شي.
 
دغه راز پلان شوې ده چې د هر اسراييلي بندي په بدل کې ۳ فلسطيني ښځې او ماشومان خوشې شي.
 
د لنډمهاله اوربند په څلور ورځو کې به ۵۰ اسراییلي بندیان خوشي شي.
 
ټاکل شوې چې د غزې تړانګې ټولو سیمو ته ۲۰۰ لارۍ خوراکي او طبي تجهیزات ولېږي.
 
د دغه تړون له مخې به هره ورځ څلور لارۍ تېل او مایع ګاز (د پخولو لپاره) غزې ته استول کېږي.
 
نن سهار په غزې تړانګې کښې د موقت اوربند له نافذیدو یو ساعت مخکې صهیونیسټ رژیم د غزې تړانګې په مختلفو سیمو په تیره بیا د دغې سیمې په شمال کښې خپلو هوایی او توپچی حملو ته زور ورکړ.
 
الجزیرې خبر ورکړی، چې د غزې تړانګې په مرکز النصرات کمپ کې د استوګنې پر یوه کور په بمبارۍ کې د څو ماشومانو په ګډون څو تنه وژل شوي دي.
 
دصهیونیسټ رژیم جنګی بیړیو هم د غزې تړانګې په جنوب کښې د رفح ساحل په نښه کړ .
 
له بلې خوا په غزه کښې دفلسطین د روغتیا وزارت عمومی مشر اعلان وکړ چې د غاصب رژیم پوځیانو د په یوه روغتون باندی حمله وکړه او یوه میرمن یې شهیده کړه ، درې تنه یې وتښتول او درې نور یې ټپیان کړل .


د مطلب کود: 281004

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/281004/په-غزه-کې-څلور-ورځنی-اوربند-رسما-پیل-شو

آوا
  https://www.avapress.com