کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پوهنې سرپرست وزیر په کابل کې د ایران له مرستیال سفیر سره وکتل

7 قوس 1402 ساعت 9:44

د پوهنې وزارت د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست مولوي حبیب الله اغا په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت له مرستیال سره وکتل. په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو همکاریو پر دوام، په ایران کې د افغان کډوالو د ماشومانو د تعلیمي وضعیت، د پوهنې په برخه کې د دوه اړخیزو تجربو د تبادلې او یو شمېر نورو مسایلو په اړه خبرې وکړې.


آوا ـ کابل: د پوهنې وزارت د رسنیو دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو همکاریو پر دوام، په ایران کې د افغان کډوالو د ماشومانو د تعلیمي وضعیت او د پوهنې په برخه کې دوه اړخیزې تجربې او یو شمېر نورو مسایلو خبرې وکړې

د باختر آژانس د خبرله مخې: په دې کتنه کې د ايران د اسلامي جمهوريت د سفارت مرستيال وويل: همدا اوس څه د پاسه څلويښت زره افغان مهاجر محصلين د ايران په بيلابيلو تعليمي مرکزونو کې په زده کړه بوخت دي او د ټولو لپاره لازمې تعليمي آسانتياوې برابرې دي.

هغه دا هم وويل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخيزو همکاريو يو نوى باب پرانيزي.

د یادولو وړ ده چې تیره میاشت د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال د ایران اسلامي جمهوریت ته د سفر په ترڅ کې د دغه هیواد له چارواکو سره د همکاریو څو تفاهم لیکونه لاسلیک کړل.


د مطلب کود: 281195

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/281195/د-پوهنې-سرپرست-وزیر-په-کابل-کې-ایران-له-مرستیال-سفیر-سره-وکتل

آوا
  https://www.avapress.com