کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت:

با نفوذه حکومتونه، اسلامي هېوادونه او د بشري حقونو دعوه کوونکي سازمانونه باید په غزه کې د عامو خلکو د وژنو مخه ونیسي

12 قوس 1402 ساعت 10:01

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره پر غزې د صهیونیسټي رژیم د وحشیانه حملو د بیا پیلیدو د غندلو په ترڅ کې د سیمې او نړۍ له هیوادونو او همداراز د اسلامي شوراګانو او د بشري حقوقو له سازمانونو وغوښتل چې دغه جنایت ودروي.


آوا - کابل: د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت پرون شنبه «قږس ۱۱» یوه اعلامیه خپره کړه او ویې ویل: د فلسطین په نیواک کې له څو ورځنی اوربند وروسته صهیونیسټی نیواکګرو یو ځل بیا د نیواکګرۍ عملیات پیل کړل. په غزې باندې د وحشیانه بریدونو په ترڅ کې تر دې مهاله څه د پاسه ۱۵ زره شهیدان او ۳۶ زره ټپیان شوي چې یواځي پرون کابو ۲۰۰ تنه ملکي وګړي چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي په شهادت رسیدلي، ۶۰۰ تنه ټپیان او ګڼ شمیر خلک د کنډوالو لاندې ورک شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي دي: اسلامي امارت د صهیونیسټانو روانه ترهګري په کلکو ټکو غندي او د ژر تر ژره د پای ته رسیدو غوښتنه کوي.

د اعلامیې په دوام کې راغلي دي: د افغانستان اسلامي امارت د افغانستان اسلامي امارت له اغیزمنو نړیوالو او سیمه ییزو حکومتونو، اسلامي هیوادونو او د بشر د حقوقو له مدعو سازمانونو څخه غواړي چې په غزه او اشغال شوي فلسطین کې د روان قتل عام مخه ونیسي او د اساسي حل لپاره زمینه برابره کړي. 

د بهرنیو چارو د وزارت په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې په فلسطین کې د قتل عام دوام به د نړیوالو سازمانونو او بشري کنوانسیونونو کمزوری اعتبار له منځه یوسي.

بايد يادونه وشي چې په غزې تړانګه کې له اووه ورځني اوربند وروسته د صهيونيسټ رژيم بريدونه پرون سهار يوځل بيا پيل شول .


د مطلب کود: 281469

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/281469/نفوذه-حکومتونه-اسلامي-هېوادونه-او-د-بشري-حقونو-دعوه-کوونکي-سازمانونه-باید-په-غزه-کې-عامو-خلکو-وژنو-مخه-ونیسي

آوا
  https://www.avapress.com