کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پروان کې يو ټن نشه يي توکي له منځه يوړل شول

14 قوس 1402 ساعت 11:29

د کورنیو چارو وزارت د پروان ولایت د امنیې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو په دغه ولایت کې یو ټن نشه يي توکي سوځولي دي.


آوا - کابل: د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر وايي، په دغو نشه يي توکو کې الکولي مشروبات، نشه يي توکي، تریاک، هیرویین، شیشه او چرس شامل دي، چې په تېر یوه کال کې له دغه ولایت څخه نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دې ولایت امنیه قومندانۍ په تېرو درېیو میاشتو کې ۸۵۰ تنه په نشه يي توکو روږدي کسان راټول کړي او تر درملنې وروسته یې خپلو کورنیو ته سپارلي او ۲۰ تنه یې د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تور نیولي دي.

د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت د نړیوالو سازمانونو د شمیرو له مخې په تیرو دوو کلونو کې د جمهوري ریاست د شلو کلونو په پرتله د مخدره موادو د کښت او قاچاق په وړاندې مبارزه کې ډیر بریالي شوي دي.


د مطلب کود: 281624

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/281624/په-پروان-کې-يو-ټن-نشه-يي-توکي-له-منځه-يوړل-شول

آوا
  https://www.avapress.com