کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بایډن: د امریکا پوځ چمتو دی چې له افغانستان څخه د احتمالي ګواښونو پر وړاندې غبرګون وښيي

18 قوس 1402 ساعت 12:53

د امریکا ولسمشر ویلي، چې په سیمه کې د دغه هېواد پوځي ځواکونه به له افغانستان څخه د احتمالي ګواښونو پر وړاندې اقدام وکړي.


آوا: جوبایډن کانګرس ته په یوه لیک کې چې د پنجشنبې په ورځ د سپینې ماڼۍ له خوا خپور شو، ویلي چې په سیمه کې امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه د احتمالي ګواښونو ځواب ورکولو ته چمتو دي.

د امریکا ولسمشر دغه لیک په سیمه کې د امریکايي ځواکونو د استولو په اړه کانګرس ته استولی دی.

په لیک کې راغلي: "امریکايي ځواکونه له دې هېواده بهر ځای پر ځای دي چې د امریکا او د هغې د ګټو پر وړاندې له افغانستان څخه احتمالي ګواښونو ته ځواب ووایي."

بایډن دا هم ویلي، چې په سوریه او عراق کې د امریکا د ترورېزم ضد عملیاتو په دغو هېوادونو کې د داعش وړتیاوې کمزورې کړې دي.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه اوونۍ وړاندې د ترهګرۍ په اړه په خپل کلني راپور کې ویلي و چې په افغانستان کې القاعده، داعش او نورې ترهګرې ډلې فعالې دي او معلومه نه ده چې ایا اسلامي امارت د دوی د بهرنیو عملیاتو مخه نیولی شي او که نه.

خو اسلامي امارت په وار وار ټینګار کړی، چې اجازه به ورنکړي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو د امنیت پر ضد وکارول شي./آریانا


د مطلب کود: 281854

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/281854/بایډن-د-امریکا-پوځ-چمتو-دی-چې-له-افغانستان-څخه-احتمالي-ګواښونو-پر-وړاندې-غبرګون-وښيي

آوا
  https://www.avapress.com