کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مرکزي بانک:

معقول پولي سیاستونه پلي شوي / خلک خپل بهرني اسعار په افغانیو بدلوي

19 قوس 1402 ساعت 9:27

د هېواد د مرکزي بانک چارواکي وايي، په تېرو دوو کلونو کې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت د لوړېدو لپاره دغه بنسټ معقول پولي سیاستونه غوره کړي دي. دوی همدا راز ټینګار کوي چې اوس مهال د هېواد اتباع د بهرنیو اسعارو ساتلو ته لېوالتیا نه لري.


آوا - کابل: د مرکزي بانک ویاند حسیب الله نوري د شنبې په ورځ (قوس ۱۸) د آوا خبریال ته وویل چې په تیرو دوو کلونو کې د دې ادارې حساسو پالیسیو د افغانیو په ارزښت کې د منفي بدلون شاهدان نه دي.

هغه زیاته کړه، په تېر کال کې د اسلامي امارت پر ضد له سختو بندیزونو سره سره؛ خو د افغانستان اسعارو په ارزښت کې تر ټولو زیات زیاتوالی لیدلی او د نړۍ د باثباته اسعارو په کتګورۍ کې ځای شوی دی.

د مرکزي بانک ویاند د ډالرو پر وخت لیلام او د هغې د قاچاق د مخنیوي او همدارنګه د افغانیو ترویج او په ټولو سوداګریزو راکړو ورکړو کې د هغې کارول د دې ادارې د پولي سیاستونو د بېلګې په توګه یاد کړل چې په تېرو دوو کلونو کې پلي شوي دي.

د نوري د څرګندونو پر بنسټ؛ د بانکي سکتور ښه والی او د افغانۍ د ارزښت ثبات د مرکزي بانک له لومړیتوبونو څخه دي.

د مرکزي بانک ویاند د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې یادونه وکړه چې نور هیوادوال د بهرنیو اسعارو په ځانګړي ډول ډالر ساتلو ته زړه نه ښه کوي او خپلې پیسې په افغانیو بدلوي.

په همدې حال کې د اقتصاد وزارت چارواکي وايي، حکومت اراده لري چې د هېواد د اسعارو ارزښت نور هم لوړ او وروستي ثبات ته ورسېږي.

د اقتصاد وزارت وياند عبدالرحمن حبيب د آوا خبريال ته وويل: تر ​​اوسه پورې د هېواد پولي واحد نهايي او مرکزي ثبات ته نه دى رسېدلى او که ځينې ستونزې هوارې شي، نو د افغانۍ ارزښت به نور هم لوړ شي. 

حبيب زياته کړه، چې د حکومت د ستراتيژيک پلان او د ننګونو د هواري له لارې به افغانۍ د بهرنيو اسعارو پر وړاندې ارزښتمنه شي او په پای کې به د ثبات وړ وګڼل شي.

د هغه د څرګندونو پر بنسټ؛ افغانستان لا هم د لویدیځ تر سختو بندیزونو لاندې دی او د دغه هېواد د بهرنیو اسعارو یوه لویه برخه د امریکا له خوا کنګل شوې ده.

هغه دا هم وويل، چې د بانکونو له لارې د پيسو لېږد هم له ننګونو سره مخ دى، چې سوداګر يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

حبيب وويل، که دغه ننګونې لرې شي، د افغانيو ارزښت به نور هم لوړ شي.

د هېواد په کچه د پیسو د ستر بازار د سرای شهزاده ګانو ویاند حاجي ځیرک هم د آوا خبریال ته وویل، چې خلک اوس د پخوا په څېر د بهرنیو اسعارو کارولو ته لېوالتیا نه لري او د خپلو پیسو ډېره برخه په افغانیو بدلوي.

هغه زیاته کړه چې افغانۍ اوس مهال بې ساری ثبات لري او ټولې راکړې ورکړې د حکومت د مقرراتو او طرزالعملونو پر بنسټ په افغانیو ترسره کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو ورځو کې د ډالر ارزښت تر ۷۰ افغانیو پورې راټیټ شوی دی.


د مطلب کود: 281891

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/281891/معقول-پولي-سیاستونه-پلي-شوي-خلک-خپل-بهرني-اسعار-په-افغانیو-بدلوي

آوا
  https://www.avapress.com